چهارشنبه, اپریل 22, 2026
چهارشنبه, اپریل 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په منځني ختیځ کې نښتو تر ټولو ډېر فشار پر افغانستان راوړی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د اپرېل له ۳مې تر ۲۱مې نېټې پورې، په منځني ختیځ کې نښتو پر افغانستان تر ټولو ډېر فشار راوړی دی. د دې ادارې په وینا، په داسې حال کې چې پر ایران د امریکا او اسراییلو د ګډو بریدونو له پیل څخه د اپرېل تر ۳مې نېټې پورې له ایران او پاکستان څخه ۵۴ زره کسان افغانستان ته راستانه شوي وو؛ خو دا شمېره په تېرو ۲۰ ورځو کې ۱۹۰ زره او ۹۰۰ تنو ته رسېدلې ده. اوچا ویلي چې دغو راستنېدنو پر سرحدي ولایتونو او ښاري مرکزونو، چې له وړاندې تر فشار لاندې وو، تر ټولو ډېر فشار راوړی دی. د دې ادارې په راپور کې راغلي چې له دې سره په ورته مهال د دغو نښتو له امله د سیمې عمومي وضعیت د خرابېدو په حال کې دی. که څه هم د هرمز تنګي له لارې ځینې سوداګریز تګ راتګ دوام لري، خو سمندري تګ راتګ لا هم ګډوډ دی او پر ترانسپورتي لګښتونو، بیمې، د سون‌توکو پر بیو او سیمه‌ییزو اکمالاتي ځنځیرونو یې اغېزې لا هم پر ځای پاتې دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر زیاته کړې، هغه څه چې د دې نښتې په پیل کې تر ډېره د یو اقتصادي ټکان په توګه ښکارېدل، اوس د خلکو لپاره د پېرودلو د ځواک کمېدو، د خوړو، سون‌توکو او لومړنیو خدماتو ته د لاسرسي پر وړاندې د ډېر فشار او د بشري مرستو د رسولو د لوړو لګښتونو له لارې په ډېر ښکاره ډول بشري پایلې لري. اوچا زیاتوي چې په داسې یو زیان‌منونکي او پر وارداتو تکیه افغانستان کې، دا فشارونه د کرنې، موسمي معیشتي دوران او د کورنیو له اقتصاد سره یوځای کېږي، چې له وړاندې تر فشار لاندې وو. دا چاره د دې خطر ډېروي چې د انرژۍ او سوداګرۍ اوږد‌مهاله ټکان د مقابلې ظرفیت نور هم راکم کړي او د خوړو خوندیتوب له ننګونې سره مخ کړي. د دې ادارې په وینا، له ایران څخه پراخ سرحدي تګ راتګ په عمومي توګه محدود دی، خو په سیمه کې بشري پایلې اوس د کورنیو د محدودو اقتصادونو او د غبرګون لپاره د لږ عملیاتي فضا له امله په ډېر روښانه ډول لیدل کېږي.

- Advertisment -spot_img