د طالبانو د غزني امنیه قومندانۍ د تېرو ۲۴ ساعتونو په درشل کې د دوو جلا ترافیکي پېښو خبر ورکړی، چې له امله یې په دغه ولایت کې څلور کسان وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي. د یادې قومندانۍ په وینا، یوه پېښه د قرهباغ ولسوالۍ د کوټه سیمې اړوند د کابل– کندهار پر لویه لاره د دوو مسافر وړونکو او یوه بار وړونکي موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې، او بله پېښه د واغظ ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي په سیمه کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله شوې ده. د معلوماتو له مخې، په لومړۍ پېښه کې اووه کسان ټپیان شوي او په دوهمه کې څلور کسان ژوند له لاسه ورکړی دی. سرچینې زیاته کړې، چې دواړه پېښې د چلوونکو د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې دي.



