نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې، امریکا له قطر څخه د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ته د خپلو هغو افغان متحدینو د لېږد موضوع تر څېړنې لاندې نیولې چې، د افغانستان د جګړې پر مهال یې له امریکا سره همکاري کړې وه. د راپور لهمخې، دا کسان اوسمهال په قطر کې په یوه کمپ کې ساتل کېږي او د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته هلته لېږدول شوي وو. په امریکا کې د افغان کډوالو ملاتړي بنسټ «افغان ایوک» ویلي چې، شاوخوا ۱۱۰۰ کسان په دې کمپ کې موجود دي. د دې بنسټ په وینا، په دغو کسانو کې تر ۴۰۰ ډېر ماشومان هم شامل دي او ډېری یې ژباړونکي، کمانډو ځواکونه او د پوځي کسانو کورنۍ دي. افغان ایوک خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د دې کسانو بېرته ستنول ښايي هغوی له جدي خطر سره مخ کړي. دې بنسټ همدارنګه ویلي، مخکې د افغانستان ته د بېرته ستنولو موضوع هم مطرح شوې وه، چې د هغوی په وینا د «طالبانو د غچ اخیستنې» لامل کېدای شي. سپینې ماڼۍ او د امریکا بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. راپورونه ښيي چې په واشنګټن کې د امریکا د افغان متحدینو د برخلیک په اړه بحثونه روان دي، په داسې حال کې چې د هغوی د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.



