چهارشنبه, اپریل 22, 2026
چهارشنبه, اپریل 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا د ايران د نفتو پر سکتور فشارونه نور هم زیاتوي

د امریکا د مالیې وزیر سکات بسنت وايي چې، د ایران د نفتو پر سکتور فشارونه به نور هم زیات شي. بسنت پر خپله ايکس‌پاڼه ليکلي، چې په راتلونکو ورځو کې به د خارک ټاپو د نفتو د زېرمه کولو تاسیسات ډک شي او د ایران «زیان‌منونکي» د نفتو څاګانې به وتړل شي. هغه زیاته کړې، د ایران د سمندري سوداګرۍ محدودول د دې هېواد د عوایدو اصلي سرچینې په نښه کوي. د هغه په وینا، د امریکا د مالیې وزارت د «اعظمي فشار» تګ‌لارې ته دوام ورکوي، تر څو د ایران د تولید، لېږد او عوایدو ترلاسه کولو وړتیا کمه شي. بسنت همدارنګه خبرداری ورکړی چې، هر څوک یا بنسټ چې له دغو محدودیتونو تېر شي، د امریکا له بندیزونو سره به مخ شي. د امریکا د مالیې وزیر وروستۍ څرګندونې ښيي چې پر ایران اقتصادي فشارونه لا هم دوام لري او د لا زیاتېدو احتمال یې هم شته.

- Advertisment -spot_img