د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وایي چې، په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې تر ۲۰۰ ډېر ښوونځي جوړ یا بیا رغول شوي دي. یونېسف د سېشنبې په ورځ، د (ثور په ۱مه) پر خپله ايکسپاڼه کې په یوه پیغام کې ویلي چې، په دې موده کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خوندي تعلیمي چاپېریال رامنځته شوی دی. د دې بنسټ په کلني راپور کې راغلي چې، له ۲۰ میلیونو څخه ډېر کسان، چې ۵.۶ میلیونه ماشومان هم پهکې شامل دي، په ۲۰۲۵ کال کې له مرستو او ملاتړ لرونکو پروګرامونو څخه ګټه اخیستې ده. همدارنګه ۴ میلیونه ماشومانو د ښوونځیو، سیمهییزو تعلیمي پروګرامونو او بېړنیو حالاتو له لارې درسي موادو ته لاسرسی موندلی دی. خو یونېسف وایي چې، لا هم په افغانستان کې ۲.۲ میلیونه نجونې له زدهکړو بېبرخې دي. د تعلیمي پروژو د پراختیا او د ښوونځیو د بیارغونې تر څنګ، د نجونو د زدهکړو محرومیت لا هم په افغانستان کې یوه جدي ستونزه پاتې ده.



