سه شنبه, اپریل 21, 2026
سه شنبه, اپریل 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ایرلنډ پارلمان د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ارزوي

ایرلنډ پارلمان ټاکل شوې چې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت و ارزوي، چې پکې به د ښځو پر حقونو، د کارموندنې پر ستونزو او د بشري وضعیت پر خرابېدو ځانګړی تمرکز وشي. د ایرلڼد پارلمان «اویرکتاس» (Oireachtas) له خوا ویل شوي، چې د بهرنیو چارو او سوداګرۍ ګډه کمېټه به د سې‌شنبې په ورځ د «لینسټر هاوس» (Leinster House) په ودانۍ کې غونډه ترسره کړي، ترڅو په افغانستان کې روان وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو چلند، وڅېړي. ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ، او د افغان بشري حقونو یو شمېر فعالان هم ګډون وکړي. ایرلنډي چارواکو ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې په افغانستان کې وضعیت د پام وړ خراب شوی دی. د دوی په وینا، طالبانو پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګولي، چې پکې له لومړنیو زده‌کړو وروسته د نجونو پر زده‌کړو بندیز، د کار پر فرصتونو سخت محدودیتونه او د تګ راتګ او ټولنیز ګډون پر ازادیو بندیزونه شامل دي. ټاکل شوې چې دغه غونډه روانې ننګونې وارزوي او په ټول هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنې روښانه کړي.

- Advertisment -spot_img