پخواني افغان ولسمشر حامدکرزي د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې ګندهارا تمدن يې په پاکستان پورې تړلی. کرزي نن (د اپرېل ۲۱مه) پر خپله ايکسپاڼه ليکلي: «د تاریخي روایتونو لهمخې، د ګندهارا تمدن د پخواني آریانا پورې تړاو لري، چې له بامیان څخه تر د سند حوزې پورې پراخ و. په حقیقت کې د شمالي هند او د اوسنۍ پاکستان تمدن د اوسني افغانستان د تمدن دوام بلل کېږي.» اصف علي زرداري په دې وروستیو کې ادعا کړې چې، د ګندهارا تمدن د هغو تمدنونو له ډلې څخه دی چې د پاکستان ملي هویت پرې تعریفېږي او همداراز یې آدم خان – درخاني او رباب د پاکستان ناملموس کلتوري میراث برخه ده. حامدکرزی وايي: «د پاکستان د ولسمشر د ادعا برعکس، د آدم خان او درخاني د مينې کیسه او رباب د بېلابېلو سرچینو له مخې، لکه د ملی هنداره د کابل سلطنت راپورونه او معاصر معلوماتي ویبپاڼې، زموږ د ناملموس کلتوري میراث برخه ګڼل کېږي. رباب، د زیربغلي تر څنګ، د افغانستان له دوو دودیزو موسیقۍ وسایلو څخه یو دی چې د کابلي رباب په نوم پېژندل کېږي.» دا پهداسې حال کې ده چې، د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي ادارې (یونسکو) له خوا په ۲۰۲۴ کال کې د رباب جوړولو هنر د افغانستان (او د ځینو شمالي او لوېدیځو ګاونډیو هېوادونو) د کلتوري میراث په توګه په رسمیت پېژندل شوی دی.



