د افغانستان ملي امنیت پخواني رییس، رحمتالله نبیل د ډیورنډ کرښې د رسمیت پېژندنې په اړه د محمد محقق دریځ تر پوښتنې لاندې راوستی او ویلي یې دي، چې دا یو حقوقي نظر نه، بلکې د «ورځې قيمت» په اساس یو سیاسي بدلون دی. نبیل لیکلي، که محقق دا خبره په واک کې د پاتې کېدو پر مهال کړې وای، د بیان د ازادۍ په چوکاټ کې به یو نظر ګڼل کېدای، خو اوس یې مطرح کول شکونه پیدا کوي. نبیل ادعا کوي، چې دا څرګندونې له پاکستاني جنرالانو سره د محقق د اړیکو له نږدې کېدو او وروستیو “لیک لېږلو” وروسته مطرح شوي، چې دا ښيي دا یو خپلواک نظر نه، بلکې تر شا یې د پردې تر شا معاملې نغښتې دي. د ملي امنیت دغه پخواني چارواکي ټینګار کړی چې د محقق دا ډول مقطعي موقف ګیري په عمل کې د طالبانو “استبدادي رژیم” ته مشروعیت ورکوي او د مخالفینو په صفوفو کې ګډوډي رامنځته کوي. نبیل وایي ډیورنډ یوه حساسه تاریخي موضوع ده چې د افغانستان د خلکو له جمعي ارادې سره غوټه ده. د هغه په وینا، د دې کرښې برخلیک یو شفاف ملي بهیر او اجماع ته اړتیا لري، نه دا چې اشخاص یې په ځانګړو حالاتو کې د خپلو ګټو لپاره په اړه پرېکړه وکړي. نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان نننۍ ټپي ټولنه داسې غږونو ته اړتیا لري چې ثابت، روښانه او د تکیې وړ وي، نه داسې کسان چې د هرې نوې اړیکې سره خپل مسیر بدلوي.



