د امریکايي ځواکونو له لوري د ایران سوداګریزې کښتۍ له نیولکېدو ته وروسته، ایران د امریکا پر یو شمېر جنګي بېړيو ډرون بریدونه پيل کړي دي. د الجزیرې د راپور له مخې چې تر اوسه د دغه برید له امله د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ایراني چارواکو د دا ډول بریدونو د دوام خبرداری ورکړی دی. په راپور کې د ایراني چارواکو له قوله ویل شوي، چې امریکا «سمندري غلا» وکړه، او د ایران د سوداګریزې کښتۍ په ګرځولو سره یې له اوربند سرغړونه کړې ده. تر دې مخکې د ایران د ولسمشر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر په ګډون یو شمېر چارواکو خبرداری ورکړ چې د امریکا دغه اقدام به بېځوابه نه پرېنږدي. بلخوا د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې په عمان کې یې د ایران سوداګریزه کښتۍ داسې مهال نیولې چې د دوی له محاصرې د تېرېدو په حال کې وه. د امریکا پر جنګي بېړیو د ایراني ځواکونو له ډرون بریدونو ښکاري چې د امریکا او ایران ترمنځ اوربند نازک اوربند پایته رسېدلی او ښايي د «اسلاماباد» په کوربهتوب د واشنګټن – تهران بیاځلي مذاکرات ونشي. که څه هم پرون «ډونالډ ټرمپ» ویلي وو چې امریکایي استازي به سبا له ایراني پلاوي سره د خبرو لپاره په پاکستان کې وي، خو بلخوا ایراني چارواکو د بیاځلي مذاکراتو پیلېدل د امریکا له لوري د سمندري محاصرې تر پایتهرسېدو پورې مشروط کړي دي.



