حزبالله ته نږدې یوه جګپوړي چارواکي ویلي، چې اسرائیلي ځواکونو د لبنان په سویل کې د اوربند له ټينګېدو وروسته په ځينو کلیو کې د کورونو او ملکي تاسیساتو پر ویجاړولو لاس پورې کړی دی. الجزیرې دوشنبه د اپریل پر ۲۰مه راپور ورکړی، چې اسرائیلي ځواکونو د تېرې اوونۍ اوربند له ټينګېدو راهیسې د لبنان په سویل کې ۳۹ کلي ویجاړ کړي دي. د لبناني چارواکو په خبره، د اسرائیلي ځواکونو له خوا چاودنو کې ګڼ کورونه ویجاړ شوي او دا «ښکاره جنګي جنایت» دی. ورته مهال اسرائیلي پوځ ادعا کړې، چې د لبنان په سویل کې د حزبالله اړوند تاسیساتو پر ویجاړولو بوخت دي. څو ورځې مخکې اسرائیل او لبنان پر لس ورځني اوربند سلا کړې وه څو د سولې خبرو ته لاره برابره شي.



