د امریکا د پخواني ولسمشر مرستیالې کاملا هرېس د میشیګان دیموکراتو مېرمنو په کلنۍ کمېټه کې د ډونالډ ټرمپ پر بهرني سیاست سختې نیوکې کړي. تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې هرېس د ایران پر وړاندې د امریکا- اسرائیلو ګډه جګړه «غیرې ضروري» بللې او زیاته کړې یې ده، چې دغه اقدام د جفري اپسټین قضیې څخه د خلکو د پام اړولو په موخه شوی دی. نوموړې دغه راز ویلي، چې ټرمپ د بنیامین نتانیاهو په فشار دې جګړې ته داخل شوی او دغه اقدام یې د امریکا د خلکو د غوښتنې خلاف بللی دی.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)