د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي په لبنان کې د اعلان شوي اوربند هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دا اقدام د ایران او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې یوه برخه ده. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، بقایي د لبنان له خلکو، په ځانګړې توګه د جګړې د قربانیانو له کورنیو او حکومت سره خواخوږي څرګنده کړې ده. نوموړي همداراز د لبنان له سویل څخه د اسراییلي ځواکونو پر وتلو او د بندیانو پر خوشې کېدو ټینګار کړی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت په همدې حال کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د بېځایه شویو کسانو د بېرته ستنېدو او د لبنان د بیارغونې په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)