د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی نور احمد لکڼوال د ۲۰۲۶کال د هند غوره لیګ سیالیو کې د چینای سوپر کېنګز او کلکته نایټ رایډرز ترمنځ په لوبه کې خورا ښه وځلېده. هغه په څلورو اورونو کې یوازې ۲۱ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول. نور احمد د چنای سوپرکېنګز لوبډلې سره لوبېږي. چنای سوپرکېنګز لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۲ منډې جوړې کړې. سیالې لوبډلې وروسته توپ وهنه وکړه،خو د نور احمد غوره توپ اچونې یې د بریا مخه ونیوله. نوراحمد په څلورو اوورونو کې د همدې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوزول او یوازې ۲۱ منډې یې ورکړې. نوراحمد د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. دا په وروستیو پنځو لوبو کې د چنای دویمه بریا وه. دغه لوبډله د لسو لوبډلو په جدول کې د څلورو امتیازونو په لرلو سره اتم ځای لري. تر دې وړاندې راشدخان هم په خپلو لوبو کې ښه ځلېدلی او په یوه لوبه کې غوره لوبغاړی شوی دی.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)