د چین رسنیو راپور ورکړی چې، د دې هېواد ولسمشر شي جينپينګ د منځني ختيځ د سولې او ثبات د پياوړتيا لپاره يوه څلور مادهييزه طرحه وړاندې کړې ده. د چین دولتي خبري اژانس شینهوا د سېشنبې په ورځ (د اپرېل ۱۴مه) راپور ورکړی چې، شي جينپينګ دا طرحه د ابوظبۍ له وليعهد محمد بن زايد سره په ليدنه کې وړاندې کړې ده. د راپور له مخې، دا طرحه د سولهييز ګډ ژوند، د ملي حاکميت درناوي او د نړيوالو قوانينو د مراعت پر اصولو ټينګار کوي. همدارنګه د سيمې د امنيت او پراختيا ترمنځ پر همغږۍ هم پهکې ټينګار شوی دی. د دولتي شبکې سيسيټيوي په حواله، د چين ولسمشر ويلي چې د خليج او منځني ختيځ د هېوادونو حاکميت، امنيت او ځمکنۍ بشپړتيا ته بايد په بشپړه او رښتينې توګه درناوی شي. دا طرحه په داسې حال کې وړاندې کېږي چې، چين هڅه کوي د منځني ختيځ په بدلونونو کې لا فعال رول ولوبوي او د کړکېچونو پر سياسي حل او د سيمهييزو تاوتريخوالو پر کمولو ټينګار کوي.



