د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر ویلي، د هرمز تنګي دوامداره تړل کېدل د پام وړ اقتصادي زیانونه اړولي او ټینګار یې کړی چې د لګښتونو د فشار د کمولو لپاره باید نړیوال سمندري تګ راتګ بېرته پیل شي. سټارمر نن دوشنبه د حمل په ۲۴مه په خپله ایکس پاڼې لیکلي، چې بریتانیا له ۴۰ څخه زیاتو هېوادونو سره ګډه ناسته کړې، چې ټول د دې ستراتیژیکې سمندري لارې د ازاد تګ راتګ د بېرته ټینګښت ملاتړ کوي. هغه زیاته کړې، چې بریتانیا او فرانسه به روانه اوونۍ یوه ګډه غونډه هم کوربهتوب وکړي، چې موخه یې د یو همغږي، خپلواک او څو اړخیز پلان پر مخ وړل دي، څو د روانې شخړې له پای وروسته د نړیوال سمندري تګ راتګ خوندیتوب یقیني شي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د نړۍ په کچه د انرژۍ د لېږد او سوداګرۍ لپاره د تر ټولو مهمو سمندري لارو له ډلې څخه د یوې، یعنې هرمز تنګي د ګډوډۍ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.



