شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

چین ته د ټرمپ کواښ؛ ایران ته د وسلو لېږد سترې ستونزې پېښولای شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته ګواښ کړی، چې که ایران ته وسلې واستوي، نو سترې ستونزې به ورته پېښ شي. ټرمپ د سپینې ماڼۍ بهر خبریالانو ته ویلي: “که چین دا کار وکړي، نو دوی به لویې ستونزې ولري.” دا خبرداری د هغو راپورونو په ځواب کې ورکړل شوی، چې چین په راتلونکو اوونیو کې ایران ته د هوايي دفاعي سیسټمونو لیږلو ته چمتووالی نیسي. دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې، چې چین او روسیې د سه‌شنبې په ورځ د هرمز تنګي د خلاصولو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌لیک ویټو کړ. کارپوهان وايي: ټرمپ هڅه کوي، چې د تهران لپاره له بیجینګ څخه د وسلو د ملاتړ مخه ونیسي. تهران تر اوسه له چین څخه د دفاعي مرستې ترلاسه کولو په اړه څه نه دي ویلي، او بیجینګ د ټرمپ ګواښ ته ځواب نه دی ویلی. د روان کال په مارچ کې خپور شوی د امریکا د استخباراتي ګواښ کلنۍ ارزونه هم د چین، روسیې، ایران او شمالي کوریا ترمنځ همکارۍ ته اشاره کوي، ټینګار کوي، چې د دې هېوادونو اقتصادي او سوداګریز ملاتړ روسیې او ایران سره د نړیوالو بندیزونو په وړاندې مقاومت کې مرسته کړې، که څه هم د دې همکارۍ ژوروالی محدود ارزول شوی دی.

- Advertisment -spot_img