چهارشنبه, اپریل 15, 2026
چهارشنبه, اپریل 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هالنډ مېشتو افغانانو د پاکستاني پوځ او حکومتي مشرانو د محاکمې غوښتنه کړې

په هالنډ کې مېشتو سلګونو افغانانو په امستردام ښار کې لاریون وکړ او پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه او د ملکي وګړو وژل کېدل یې وغندل. لاریون کوونکو د جرمونو له نړیوالې محکمې وغوښتل چې د پاکستان د پوځ او حکومت مشران د دغو ادعا شویو بشر ضد کړنو په تړاو محاکمې ته راکش کړي. هغوی ټینګار وکړ چې دا بریدونه ښکاره «بشري جنایت» دی. د لاریون یوې ګډونوالې سایرې نورزۍ وویل، پاکستاني عسکرو په وار وار پر ډیورند کرښه پر ملکي وګړو بریدونه کړي او په وروستیو میاشتو کې یې د هوایي بمباریو له امله سلګونو افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. هغې زیاته کړه: «افغانان هېڅکله اجازه نه ورکوي چې زموږ د ولس وینه تویه شي، موږ نړیوالو ته پيغام ورکوو چې د دې جنایت پر وړاندې جدي اقدام وکړي». همداراز پلوشې همزاد په دغه لاریون کې د پاکستان بریدونه وغندل او د ملکي وګړو په نښه کول یې د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف عمل وباله. هغې وویل: «موږ نن ځکه راټول شوي یو چې خپل غږ نړیوالو ته ورسوو، څو مداخله وکړي او جګړه پای ته ورسوي.» د لاریون یو تنظیم کوونکې اسماعیل وزیري وویل: پر ملکي خلکو بریدونه د هېڅ ډول توجیه وړ نه دي او باید عاملین یې د عدالت مخې ته ودرول شي. د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشتو افغانانو ورته غږ پورته کړی او د پاکستان پر دغو بریدونو یې خپل سخت مخالفت څرګند کړی دی.

- Advertisment -spot_img