په جرمني کې يو شمېر افغانان “پریږدئ افغانې نجونې زده کړې وکړي” په نوم یو ملي کمپاین پیلوي. دا کمپاین داسې مهال پیلېږي، چې په پلازمېنه برلین کې د ملي مرکې په نوم د یو بنسټ له خوا یوه غونډه رابلل شوې وه، چې په کې د برلین مېشتو علمي، سیاسي او ټولنیزو فعالانو ګډون کړی و. د غونډې د کډونوالو په ټکو، د غونډې اجندا ملي ډیالوګ، ټولنیز عدالت او د افغانانو ترمنځ د زغم فرهنګ رامنځته کول وو. کډونوالو یو ځل په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر افغان نجونو د زده کړو بندیز ته غبرګون ښودلی او ویلي دي، چې دغه بندیز د افغان نجونو پر وړاندې “ظلم” او د افغانستان د ملي ګټو خلاف بللی دی. په دغه غونډه کې برلین مېشتو افغانانو پرېکړه چې د افغان نجونو د غږ پورته کولو په موخه “پریږدئ افغانې نجونې زده کړې وکړي” ملي کمپاین پیل کړي. د ملي مرکې په نوم په برلین کې د مېشتو افغانانو بنسټ له دې مخکې هم د طالبانو له خوا پر افغانو نجونو د زده کړو د بندیز په اړه ورته غونډه جوړه کړې وه.



