د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، د ملي لوبډلې مشر روزونکی ریچارډ پایبس، د کرېکټ ملي لوبډلې په تمریناتي کمپ کې د ګډون په موخه کابل ته راغلی دی. انګلیستانی ریچارډ پایبس د روان کال په فبرورۍ کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو. د افغانستان کرېکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کرېکټ ملي لوبډلې نوی مشر روزونکی ریچارډ پایبس، د ملي لوبډلې په تمریناتي کمپ کې د ګډون په موخه کابل ته راورسېد. سرچینې لیکلي، پایبس چې د لومړي ځل لپاره کابل ته راغلی، د غوراوي کمېټې، نړۍوال کرېکټ، کورني کرېکټ او د ظرفیت لوړونې مرکز د مسوولینو ترڅنګ له دواړو لوبډلمشرانو سره هم وکتل. کرېکټ بورډ ویلي، په دې ناستو کې د ملي لوبډلې د راتلونکو سیالیو، پلانونو، په ځانګړي ډول د تمریناتي کمپ د پیل او مدیریت په اړه هراړخیزې خبرې اترې وشوې. خبرپاڼه کې راغلي، ټاکل شوې د افغانستان کرېکټ بورډ د پلان له مخې، د ظرفیت لوړونې مرکز تر مستقیمې څارنې لاندې او د نوي مشر روزونکي په شتون کې د نږدې ۴۰ افغان لوبغاړو لپاره یو میاشتنی تمریناتي کمپ پیل شي. کرېکټ بورډ ویلي، یاد کمپ به د روانې اپرېل میاشتې په ۱۲مه پیل او د راتلونکې مې میاشتې تر ۱۶مې به دوام ولري او افغان لوبغاړي به د هند پر وړاندې راتلونکې ټېسټلوبې او درېیو یو ورځنیو سیالیو ته پوره چمتووالی ونیسي. د یادونې ده، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د روان ۲۰۲۶ کال په جون میاشت کې له هند سره یوه ټېسټ او درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي.



