د ناسا د «آرتمیس ۲» مأموریت څلور ستورمزلي روانه اوونۍ د سپوږمۍ له شا په داسي حال کې تېر شول، چې نه یوازې یې له ځمکې څخه د واټن تاریخي ریکارډ مات کړ، بلکې یو ځل بیا یې په فضا کې د امریکا او چین ترمنځ جیوپولیتیکي سیالۍ ته پام واړاوه؛ هغه سیالي چې نور یوازې سپوږمۍ ته په «رسېدو» پورې محدوده نه ده، بلکې د «پاتې کېدو» پر سر ده. د فضا له ژورو څخه د بېرته راستنېدو پر مهال، دا څلور فضانوردان به په لومړي ځل له فضا څخه په یوه ژوندۍ خبري ناسته کې څرګند شي؛ داسې یوه پېښه چې له سمبولیک پلوه د انسان د فضایي حضور د نوې مرحلې نښه ګڼل کېږي. د «اوریون» کپسول چې تېره اوونۍ له فلوریډا څخه توغول شوی و، د سپوږمۍ له تورو اړخونو تر تېرېدو وروسته اوس د ځمکې پر لور د بېرته راستنېدو په حال کې دی. د ناسا د چارواکو په وینا، د دې فضايي بېړۍ ټول سیستمونه «په ثابت او سالم حالت» کې دي. دغه مأموریت له ځمکې څخه نژدې ۴۰۵ زره کیلومتره لېري ورسېد او هغه ریکارډ یې مات کړ چې له نیمې پېړۍ څخه زیات وخت د «آپولو ۱۳» فضانوردانو په په نوم ثبت و. ستورمزلو د شپږ ساعته الوتنې په ترڅ کې له شاوخوا ۶۴۰۰ کیلومتره لوړوالي څخه د سپوږمۍ سطحه مشاهده کړه او بېساري معلومات یې ځمکې ته ولېږل. په هیوسټن کې د سپوږمۍ د علومو لسګونه پوهان د مأموریت د کنټرول مرکز ته نژدې په خونو کې له ستورمزلو سره په ژوندۍ بڼه په اړیکه کې وو؛ دا علمي خبرې اترې چې د سلګونو زرو کیلومترو په واټن کې ترسره شوې، د انسان له نظره د سپوږمۍ د سطحې مستقیم لید ممکن کړ، هغه څه چې مخکې تر ډېره یوازې په سپوږمکیو پورې محدود وو. خو «آرتمیس ۲» یوازې یوه علمي لاسته راوړنه نه ده. دا مأموریت د امریکا د څو میلیارده ډالرو پروګرام برخه ده چې هدف یې تر ۲۰۲۸ کال پورې بېرته سپوږمۍ ته د انسان لېږل او هلته د اوږدمهاله حضور رامنځته کول دي؛ داسې حضور چې د مریخ پر لور د تګ لپاره راتلونکو مأموریتونو ته بنسټ جوړولی شي.



