چهارشنبه, اپریل 15, 2026
چهارشنبه, اپریل 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اروپايي ټولنه: له ایران سره اوربند باید لبنان هم راونغاړي

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مسئولې کایا کالاس ټینګار کړی، چې له ایران سره د اوربند تړون باید لبنان ته هم وغځول شي او خبرداری یې ورکړی،چې د اسرائیل دوامداره بریدونه کولی شي دا تړون کمزوری کړي. نوموړې په ایکسپاڼه کې لیکلي: «د اسرائیل اقداماتو د امریکا او ایران ترمنځ اوربند تر سخت فشار لاندې راوړی دی. دا اوربند باید لبنان ته هم وغځول شي.» د لبنان د روغتیا وزیر ویلي چې د چهارشنبې په ورځ د اسرائیل په هم‌مهاله هوايي بریدونو کې په بیروت او نورو سیمو کې د وژل شویو شمېر تر ۲۰۰ تنو اوښتی او له زرو زیات کسان ټپیان شوي دي. تر دې وړاندې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون هم ویلي و چې په هر معتبر اوربند کې لبنان هم باید شامل وي او له امریکا او ایران یې غوښتي وو چې دا تړون په ټولو جبهو، په ځانګړي ډول لبنان کې، مراعت کړي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ایوېت کوپر هم ویلي چې د بحران د پراخېدو د مخنیوي لپاره باید لبنان هم د اوربند برخه شي. خو د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس ویلي چې په دې اوربند کې لبنان شامل نه دی او دا ډول برداشت د خبرو اترو د بهیر د ناسم فهم له امله دی.

- Advertisment -spot_img