د لبنان مدني دفاع سازمان ویلي، پر لبنان د اسرائیلو صهیونیستي رژیم د تیرې ورځې په بریدونو کې ۲۵۴تنه وژل شوي او تر زرو پورته ټپیان دي. همدې بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې وروسته د لبنان لومړي وزیر عمومي ماتم اعلان کړی. د لبنان لومړي وزیر د اسرائیلو بریدونه ښکاره تیری بللی دی. د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ د دوه اونیز اوربند کې لبنان هم شامل دی، خو اسرائیلو اوربند مات او په لبنان یې پراخ بریدونه وکړل. له بل لوري ایران ګواښ کړی، که اسرائیل پر لبنان بریدونو ته دوام ورکړي دوی به جګړه کې داخل شي.



