د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د امریکا او ایران ترمنځ د دوه اوونیز اوربند هرکلی کړی دی. ګوټېرش د چهارشنبې په ورځ، د (اپرېل په ۸مه) له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې، چې د نړیوالو اصولو پر بنسټ خپلو ژمنو ته پابند پاتې شي. هغه ټینګار وکړ، چې د جګړو سمدستي پای ته رسول د ملکي وګړو د ساتنې او د بشري کړاوونو د کمولو لپاره اړین دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي د پاکستان او نورو هېوادونو له هڅو څخه چې د دې اوربند په رامنځته کولو کې یې رول لوبولی، مننه وکړه. په همدې حال کې، ډونالډ ټرمپ ویلي، چې دا اوربند یې په دې شرط منلی، چې هرمز تنګی بېرته پرانیستل شي. همدارنګه د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف تایید کړې، چې دا تړون د اسلاماباد په منځګړیتوب ترسره شوی دی. د هغه په وینا، ټاکل شوې ده، چې راتلونکې خبرې اترې هم په اسلاماباد کې ترسره شي. د ملګرو ملتونو له خوا د دې اوربند هرکلی د تاوتریخوالي د کمېدو او د تلپاتې سولې لپاره د سیاسي خبرو د دوام په برخه کې هیلې زیاتې کړې دي.



