شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

تازه خبر: کابل او اسلام اباد روان کړکیچ ته د هر اړخیز حل په موندلو هوکړه کړې

رویټرز خبري اژانس د چین بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، چې افغانستان او پاکستان د چین په ارومچي کې د سولې خبرو پر مهال هوکړه کړې، چې د تېر اکتوبر له شخړې وروسته د رامنځته شوي کړکېچ لپاره هر اړخیز حل ولټوي. رویټرز خبري اژانس ويلي، د دغه وزارت ویاندې، ماونینګ په خبري کنفرانس کې دغه خبرې کړې دي. سرچینې ویلي، چې دواړو هېوادونو په چین کې د ترسره شویو غونډو پر مهال دا هم منلې، چې داسې اقدامات به نه کوي، چې وضعیت لا پسې ترینګلی یا پېچلی کړي. ماونینګ زیاته کړې، چې چین به له دواړو هېوادونو سره خپلې اړیکې دوامداره ساتي او د خبرو لپاره به یو چوکاټ برابر کړي. د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکیچ د حل په موخه د چین په منځګړتوب له تېرو درېیو ورځو راهیسې په چین کې خبرې روانې وې. افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم منلې، چې د دواړو لورو ترمنځ خبرې اترې مثبتې روانې دي.

- Advertisment -spot_img