د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو وار بیا تهران ته خبرداری ورکړی، چې که تر ټاکلشوي وخت پورې کومه هوکړه ونهشي، پایلې به یې د ایران د تمدن د «بشپړې نابودۍ» په بیه تمامې شي. هغه پر خپله ټروټپاڼه لیکلي چې د هوکړې لپاره ټاکلشوی وخت په ختمېدو دی او راتلونکي څو ساعتونه به د دغه ناورین برخلیک وټاکي. هغه دا شېبې «د نړۍ په تاریخ کې ترټولو مهم پړاو» بللی او ویلي یې دي که چېرې ایران اساسي بدلونونو ته غاړه کېنږدي، یو بشپړ تمدن به داسې لهمنځه لاړ شي چې بیا به هېڅکله را ونهګرځي. ټرمپ تېره شپه په یوې خبري غونډه کې تایید کړه چې ایران ته یې د سهار تر ۸ بجو پورې وروستی وخت ورکړی دی. د هغه په وینا، تهران په پیل کې د ۷ ورځو موقع غوښتنه کړې وه، خو ده دغه موده ۱۱ ورځو ته وغځوله. د امریکا ولسمشر لیکلي: «که څه هم زه داسې وضعیت نهغواړم، خو که هوکړه ونهشي، ایران به له سختو عواقبو سره مخامخ شي.» هغه ګواښ وکړ چې د ایران حیاتي بنسټونه، لکه پلونه او برېښنايي کوډونه به په نښه شي او دغه هېواد به بېرته «د ډبرې دورې» ته وروګرځي. ټرمپ په ورته وخت کې زیاته کړې چې که ایران مثبت ځواب ورکړي، ښايي په سیمه کې حیرانو».



