سياسي فعال عیسا محمدي، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هغې پرېکړې ته غبرګون ښودلی چې له مخې یې د سعودي او روسیې ترمنځ د ویزو معافیت په رسمي ډول پلی کيږي. محمدي د سعودي بهرنیو چارو وزارت هغه پوسټ شیر کړی، چې پکې راغلي: «د ۲۰۲۶ کال د مې له ۱۱مې نېټې څخه د سعودي عربستان او روسیې فدراسیون د اتباعو لپاره د لیدنې (ویزې) د دوه اړخیز معافیت تړون په رسمي ډول نافذ شو.» نوموړي د دغه خبر په غبرګون کې په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د سعودي دا ډول پرېکړې د مسلمانانو د ذلت نښه ده. هغه ویلي، منم چې له روسیې سره دا یو ښه ګام دی، خو پوښتنه دا ده چې ولې هغه بیچاره مسلمان چې د کعبې لیدل یې د ژوند تر ټولو لوی ارمان دی، ان د پیسو په بدل کې هم د عمرې ویزه په خورا ستونزو ترلاسه کوي. محمدي د مومنانو ترمنځ پر ورورولۍ او “انما المؤمنون اخوة” ټینګار کړی، زیاته کړې یې ده چې د سعودي دغه ډول دوه ګونی چلند د اسلامي نړۍ په کچه د بې باورۍ فضا رامنځته کوي. دا په داسې حال کې ده، چې سعودي عربستان په دې وروستیو کې د خپلې نوې ډیپلوماسۍ له مخې له یو شمېر اروپايي او اسیايي هېوادونو سره د ویزو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي، چې دې چارې په اسلامي نړۍ کې بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.



