نن د اپریل ۷مه د روغتیا نړیواله ورځ ده. دا ورځ له ۱۹۸۰ کال وروسته په همدې نوم نومول شوې ده. ملګرو ملتونو د دې ورځې په مناسبت افغانستان کې د روغتیايي کارکوونکو هڅې ستایلي دي. د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) په اېکسپاڼه لیکلي، چې د دې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ساینسپوهانو، روغتیايي کارکوونکو او ژوند ژغورونکو هڅې د ستایلو وړ دي. د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي، چې اوسمهال په ټول افغانستان کې د روغتیايي سیستمونو د پياوړتیا ترڅنګ د اېچآی وي، نري رنځ او ملاریا د درملنې خدمتونه وړاندې کېږي. خو د روغتیا نړیواله ورځ داسې مهال را رسېږي چې لا هم د هېواد په ډېرو لرې پرتو سیمو کې خلک له روغتیايي خدماتو بېبرخې دي او روغتیايي خدماتو ته د اسانه لاسرسي غوښتوونکي دي. بلخوا د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ډاډ څرګند کړی، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په هره سیمه کې روغتونونه او روغتیايي مرکزونه پرانیستل شي او روغتیایي خدماتو ته به د هېوادوالو د نهرسېدو ستونزه حل شي. د یادولو ده، چې د اپریل ۷مه اصلاً د روغتیا نړیوال سازمان د جوړېدو ورځ ده، خو په ۱۹۸۰ کال دا ورځ د روغتیا نړیوالې ورځې په نوم ونومول شوه.



