ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې ایران له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره په ۱۰ مادو کې یوه وړاندیز شوې طرحه وړاندې کړې ده. د راپورونو له مخې، تهران په دې طرحه کې لنډمهالی اوربند رد کړی او د خپلو شرطونو په پام کې نیولو سره یې د جګړې پر دایمي پای ټینګار کړی دی. په دې طرحه کې همدا راز په سیمه کې د نښتو درول، د هرمز تنګي څخه د خوندي تېرېدو لپاره د کړنلارې ټاکل، بیارغونه او د بندیزونو لرې کول شامل دي. راپورونه ښيي، چې ډونالډ ټرمپ د ټاکلي ضربالاجل له بیا غځولو سره سم له خپلو ځینو پخوانیو ګواښونو څخه په شاه شوی دی.



