جمعه, اپریل 17, 2026
جمعه, اپریل 17, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امنیت شورا د هرمز تنګي په اړه پرېکړه‌لیک ته د رایې اچونې غونډه جوړوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن سې شنبه د اپريل ۷مه په هرمز تنګي کې کښتیو د خونديتوب لپاره د بحرین له لوري وړاندې شوي پرېکړه‌لیک ته د رایې اچونې په موخه غونډه جوړوي. په دې پرېکړه‌لیک کې له غړو هېوادونو کښتیو د خوندیتوب په برخه کې د همکارۍ غوښتنه شوې ده. تر دې وړاندې روسیې او چین په دې برخه کې له پوځي اقدام سره مخالفت ښودلی و، خو تر بدلونونو وروسته، اوس تر ډېره تمرکز پر دفاعي همکاریو شوی دی. پرېکړه‌لیک کې یوه لار هم د نورو دفاعي کښتیو په وسیله د ټانکرونو بدرګه کول یاد شوي دي. تر دې وړاندې د ایران سپاه پاسدارنو ویلي وو، چې هرمز تنګی به په ځانګړې توګه د امریکا او اسراییل لپاره هم پخواني حالت ته ور ونه ګرځي.

- Advertisment -spot_img