جمعه, اپریل 17, 2026
جمعه, اپریل 17, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ورزش نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو ورزش د یووالي او متقابل درناوي سمبول بللی

ملګرو ملتونو ویلي، چې ورزش د نړیوالو موخو په ترلاسه کولو کې مهم رول لري او کولی شي ټولنیزې اړیکې پیاوړې کړي، زغم او یووالي ته وده ورکړي. یاد سازمان نن دوشنبې، د وري ۱۷مه د ورزش د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مناسبت پر خپله وېب‌پاڼه لیکلي، چې ورزش د دوامدار پرمختګ لپاره ډېر مهم دی. ملګرو ملتونو زیاته کړې، چې ورزش د روغتیا د ښه‌والي، د جنسیتي برابرۍ د پیاوړتیا، د نابرابرۍ د کمولو او د سوله‌ییزو ټولنو د رامنځته کولو په برخه کې مهم دی. د ملګروملتونو په وینا، ورزش د هغو ډلو انزوا کموي، چې له ټولنې څخه څنډې ته شوي وي او د خبرو، یووالي او متقابل درناوي لپاره زمینه برابروي. همدارنګه ویل شوي، چې د اپرېل شپږمه د دې لپاره د ورزش نړیواله ورځ نومول شوې، چې د سولې، دوامدار پرمختګ او ټولنیز یووالي په برخه کې د ورزش ارزښت لا روښانه شي

- Advertisment -spot_img