شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د طالبانو مشر د افغان ولس د ستونزو پر ځای پر نفساني اصلاحاتو تمرکز کړی

طالبانو مشر ملا هبةالله په کندهار کې د حاجيانو ښوونکو یوې غونډې ته په وینا کې، د حاجیانو پر خدمت او د نفس پر اصلاح ټینګار وکړ. خو د سیاسي چارو شنونکي وایي چې د نوموړي دا څرګندونې د هېواد له حساسو واقعیتونو، د پاکستان له پرله‌ پسې بریدونو او په منځني ختیځ کې له روانې خونړۍ جګړې سره په بشپړ ډول په ټکر کې دي. د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ليکلي، هبة الله په خپله وینا کې د حج پر اهمیت رڼا واچوله او ویې ویل: «د حج مقصد د نفس اصلاح ده او حج د نفس د اصلاح لپاره فرض شوی دی.» نوموړي د حج د بعثې غړو ته لارښوونه وکړه چې باید عجز او عاجزي غوره کړي او زیاته یې کړه: «ځانونه خادمان وګڼئ، اوس تاسو د خادمانو په توګه ټاکل شوي یئ، نو په اخلاص خدمت وکړئ.» خو د طالبانو د مشر دا لارښوونې پداسې حال کې دي چې په تېرو دوو میاشتو کې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې په سلګونو بې‌ ګناه افغانان وژل شوي، خو د طالبانو مشر په خپله ټوله وینا کې د دغه تېري په اړه هېڅ غبرګون ونه ښود. امریکا او اسرائیل پر ایران خونړي بریدونه کړي چې د ماشومانو په ګډون په کې لسګونه کسان وژل شوي، خو د طالبانو مشرتابه د سیمې د دغه احتمالي لوی ناورین په اړه چې پر افغانستان مستقیم اغېز لري، چوپتیا غوره کړې ده. په داسې حال کې چې هبةالله پر مذهبي خدماتو ټینګار کوي، سیاسي فعالان د طالبانو په حاکم نظام نیوکه کوي، چې د ولس اساسي حقونه لکه تعلیم، د کار حق او د مشر انتخاب یې ورڅخه اخیستي دي. هبة الله په خپله وینا کې وویل: «زموږ هڅه باید دا وي چې په هر کار کې له الله تعالی څخه مرسته وغواړو او مقصد مو د الله رضا وي.» خو د شنونکو په باور، د ولس غوښتنې د “شیخانو د فرمانونو” تر سیوري لاندې پټې شوي دي او د هېواد د دفاع او اقتصادي بقا لپاره کومه روښانه تګلاره نه تر سترګو کیږي. د هبةالله اخندزاده تازه وینا ښیي چې د طالبانو د مشرتابه لیدلوری یواځې پر عبادتي او مذهبي چارو متمرکز دی، خو د افغان ولس ستونزې (بیکاري او بریدونه) او د نړۍ سیاسي توپانونه په بل لوري روان دي. د ولس د خوندیتوب او د بهرني تېري د مخنیوي پر ځای، د نظام ټول پام پر هغو مسایلو دی، چې د هېواد د اوسني بحران په حل کې کومه ځانګړې مرسته نه شي کولای.

- Advertisment -spot_img