شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ایران د سپاه‌پاسداران مشر د امریکا او اسرائيلو ګډ بريد کې ژوند بایلود

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران د سپاه‌پاسداران مشر سید، مجید خادمي د امریکا او اسراییلو په ګډ برید کې ژوند بایللی دی. ایراني رسنیو نن (دوشنبه، د اپریل ۶مه) د سپاه‌پاسداران په حواله راپور ورکړی، چې هغه د نن سهار په لومړیو ساعتونو کې د «امریکایي-اسرائيلو دښمنانه برید کې شهید شوی دی.» جنرال خادمي د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د استخباراتو یو لوړ پوړی قوماندان و، چې د معلوماتو د ساتنې او د کورنیو او بهرنیو ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې یې مهمې دندې ترسره کړې دي. دا وژنه د امریکا او اسراییلو لخوا د ایران په پوځي او امنیتي اهدافو باندې د وروستیو پراخو بریدونو په پایله کې رامنځته شوې او د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي استخباراتي جوړښت ته یې جدي ضربه پېښه کړې ده. تر اوسه د پېښې د دقیق ځای یا د عملیاتو د نوعیت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي. دې پېښې په روانه جګړه کې تاوتریخوالی نور هم زیات کړی دی. دا په داسې حال کې چې پرون د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ تهران ته ګواښ کړی و، چې په ۴۸ ساعتونو کې هرمز تنګی پرانیزي ګنې، امریکا به د ایران د انرژي تاسیسات په نښه کړي.

- Advertisment -spot_img