شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایراني مشرانو ته د ټرمپ پر سپکو سپورو نړيوالې نيوکې

په خواله رسنۍ کې د ایران مشرانو ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سپکو سپور ډک او ګواښونکي پوست نړیوال شنونکي حیران او اندېښمن کړي دي. امریکايي ټلویزیوني چینل سي این این ویاند پینا دنګ د ټرمپ پر ګواښونو حیرانتیا ښکاره کړه او ویې ویل، چې پر برېښناکوټونو او بنسټیزو تاسیساتو باندې بریدونه جنګي جرم ګڼل کېږي. له بلې خوا د نیویارک ټایمز خبریال زولان ویلي، چې د ولسمشر ټرمپ خبرې متضادې دي. د نړیوالو چارو کارپوه بریټ مک ګارک ویلي، چې د داسې ژبې کارول به ټرمپ ته د کوم جوړجاړي لار نه پرانیزي. په سکای نیوز کې شنونکې ټیرا کینګارلو ویلي، چې دا ډول څرګندونې د ټرمپ مایوسي ښيي، او زیاته یې کړه چې د ټرمپ کړنو ایران نور هم زړور کړی دی. هغې ویلي، چې د ایراني مشرانو لپاره مرګ د ویاړ نښه ګرځېدلې، په داسې حال کې چې ټرمپ هر څه د معاملې (سودا) له نظره ګوري. د کارګرانو د ټولنې مشر هوورډ بیکټ ویلي، چې ټرمپ اوس د هماغه هرمز تنګي په اړه اندېښمن دی، چې څو ورځې مخکې یې په اند امریکا ته کوم اهمیت نه درلود. هغه زیاته کړې، چې د ټرمپ ګواښ د جګړې جرم دی او باید په امریکا کې نظام بدل شي او ټرمپ نړیوالې جزايي محکمې (هاګ) ته وړاندې شي.

- Advertisment -spot_img