شنبه, مې 30, 2026
شنبه, مې 30, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کابل کې د زلزلې له امله د یوې کورنۍ اته تنو غړو ژوند بایللی

طالب وياندويان وايي، د تېرې شپې زلزلې له امله د کابل په بګراميو سيمه کې اته کسان مړه شوي او يو ماشوم ټپي شوی دی. ويل شوي دي کابل کې د زلزلې له امله مړه شوي کسان ټول د يوې کورنۍ غړي دي، چې په‌کې پلار، مور، څلور لوڼې او دوه زامن شامل دي. دغه‌راز کونړ ولايت کې د زلزلې له امله درې کورونه نړېدلي، خو چاته په‌کې مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې. دې زلزلې د افغانستان په ګډون د پاکستان او هند هم ځينې برخې لړزولي دي. د جرمني جيولوژيکي ادارې ويلي، دا زلزله د ريښتر په کچه ۵.۸ وه چې د افغانستان پر وخت ماخستن اته بجې او ۴۲ دقیقې رامنځته شوه. تر اوسه د افغانستان د نورو ولايتونو څخه د زلزلې د زيانونو په اړه راپورونه نه‌دي ورکړل شوي.

- Advertisment -spot_img