سه شنبه, جون 2, 2026
سه شنبه, جون 2, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د سپوږمۍ له مداره د ځمکې تازه انځور اخیستل شوی

ناسا د ارتیمیس ۲ ماموریت له لارې د سپوږمۍ له مداره د ځمکې نوي او لوړ کیفیت انځورونه خپاره کړي، چې پکې زموږ ځمکه ډېره ښکلې او روښانه ښکاري. دغه انځورونه د اورایون کپسول له کړکۍ اخیستل شوي. له همدې ځایه ستورمزلي د سپوږمۍ پر لور خپل تاریخي سفر ته دوام ورکوي. د راپورونو له مخې، دغه ماموریت د اپرېل په لومړۍ نېټه د سپوږمۍ مدار ته رسېدلی. په انځورونو کې ځمکه په شنو، شین‌ رنګو او نسواري رنګونو ښکاري، ناسا ویلي د ځمکې قطبي رڼا بېخي ډېره خاصه ښکلا ورکړې ده. تر دې وړاندې، انسانان د اپولو پروګرام له لارې سپوږمۍ ته استول کېدل. د دغو ماموریتونو تر ټولو تاریخي اپولو ۱۱ ماموریت و، چې په ۱۹۶۹ کال کې یې اول وار انسانان د سپوږمۍ پر سطحه ښکته کړل. ناسا اوس د نوې فضایي ستراتیژۍ په چوکاټ کې هڅه کوي، چې یو ځل بیا انسانان سپوږمۍ ته واستوي. د ادارې د پلان له مخې، تر ۲۰۲۹ کال پورې به د سپوږمۍ پر سطحه د انسان د بیا ښکته کولو پروګرام عملي شي. کارپوهان وایي، د ارتیمیس ماموریتونه نه یوازې د سپوږمۍ د بیا څېړنې لپاره مهم دي، بلکې د راتلونکو ژورو فضایي سفرونو، لکه مریخ ته د انسان د لېږد، لپاره هم بنسټیز ګام بلل کېږي.

- Advertisment -spot_img