افغانستان کې د ملګرملتونو دفتر (يوناما) په يو راپور کې ويلي، افغانستان کې هره مياشت د ماينونو او د چاودېدونکو توکو له امله شاوخوا ۵۰ کسانو ته مرګژوبله اوړي. يوناما وايي، د همدې مرګژوبلې قربانيان اتيا سلنه ماشومان دي. يادې ادارې په خپل راپور کې ويلي، اوسمهال د افغانستان شاوخوا زر کيلو متره مربع ځمکه په ناچاوده توکو ککړه ده، چې ترڅنګ يې ميليونونه خلک ژوند کوي. يوناما د ماين خطرونو د پوهاوي نړيوالې ورځې په تړاو خپل دې راپور کې دا هم ويلي چې، نړۍ کې شاوخوا سل ميليونه کسان د ناچاوده توکو د چاودېدو له ګواښ سره مخ دي. يوناما وايي، افغانستان په نړۍ کې د چاودېدونکو توکو د مرګژوبلې له امله نړۍ کې په درېيمه لوړه کچه کې قرار لري. هممهاله د ملګروملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش وايي، ځمکني ماینونه، د جګړې پاتې چاودېدونکي توکي او لاسجوړ چاودېدونکي وسایل تر هغه وخت هم له منځه نه ځي چې جګړه پای ته ورسېږي. نوموړي پر خپله ايکسپاڼه ليکلي: «ناچاوده توکي هر کال زرګونه کسان وژني او لا ډېر نور ټپیانوي.» هغه هيله ښودلې چې، هرڅوک د دې وسلو له ګواښ څخه خلاصون ومومي، ترڅو هر څوک په خوندي چاپېریال کې ژوند وکړای شي.



