ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا یوه جنګي الوتکه د ایران په فضا کې ویشتل شوې او زیاتوي چې د امریکا پوځ د پیلوټ د موندلو او ژغورنې عملیات پیل کړي دي. یو امریکایي چارواکي رویټرز ته هم دا خبر تایید کړی دی. وروسته له هغې چې په ایران کې یو مهم پل ویجاړ شو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ وکړ چې پر ملکي تاسیساتو او برېښناکوټو به نور بریدونه هم وکړي. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ټرمپ دغه ګواښ د “ستر جنګي جرم” د ترسره کولو د نیت ښکاره اعتراف بللی دی. بل خوا ایران تازه پر کویټ او اسراییل هم بریدونه کړي چې مهمو تاسیساتو ته یې زیان رسولی دی. د راپورونو له مخې، د فبرورۍ له ۲۸ راهیسې د امریکا او اسراییل په بریدونو کې په ایران کې لږ تر لږه ۲,۰۷۶ کسان وژل شوي او ۲۶,۵۰۰ نور ټپیان دي.



