جمعه, اپریل 17, 2026
جمعه, اپریل 17, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ملګري ملتونه: په افغانستان کې څه باندې ۱۱.۶ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

یونیسف ویلي، چې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري، چې له دې ډلې څه باندې ۱۱.۶ میلیونه یې ماشومان دي. د یاد بنسټ په راپور کې راغلي، چې د زیان‌منو قشرونو د ملاتړ لپاره یې د تغذیې، روغتیا او د څښاک اوبو په برخو کې بېلابېل پروګرامونه پلي کړي دي. د معلوماتو له مخې، یونیسف د مور او ماشوم د نغدي مرستو له لارې په سمنګان ولایت کې له ۵۲ زره او ۹۳۴ کورنیو سره مرسته کړې، چې ټولټال ۳۵۴ زره او ۴۱۰ کسان تر پوښښ لاندې راغلي دي. په همدې ډول، د خوارځواکۍ د مخنیوي په برخه کې ۱۷۹ زره او ۹۵۵ د کوچنیانو ساتونکو ته د تغذیې مشورې ورکړل شوې او ۱۵۹ زره او ۳۳۸ امیندوارو ښځو ته غذایي مکملونه وېشل شوي دي. همداراز، ۳۵۰ زره او ۲۰۰ ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د څوګونو مغذي موادو له مکملونو ګټه‌من شوي دي. یونیسف زیاتوي، چې د څښاک د پاکو اوبو په برخه کې هم شاوخوا ۸۷ زره او ۷۰۰ کسانو ته د اوبو د دوامدارو سیستمونو د جوړولو او بیارغونې له لارې لاسرسی برابر شوی دی.

- Advertisment -spot_img