د غزني په قرهباغ ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر چپه کېدو پېښه کې ۱۵ تنه مړه او ټپیان شوي. د غزني د امنیې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي ویلي، چې ياده پېښه د قرهباغ ولسوالۍ د «لېوني بازار» سیمه کې رامنځته شوې، چې له امله يې دوو تنو ژوند بایللی او ۱۳ نور چې ماشومان هم په کې شامل دي، ټپیان شوي دي. د سرحدي په وینا، یو ماشوم تر اوسه نادرکه دی. د یادونې وړ ده، چې هېواد کې ډېری ټرافیکي پېښې د موټرچلوونکو بېاحتیاطۍ له امله رامنځ ته کېږي.



