جمعه, اپریل 17, 2026
جمعه, اپریل 17, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د امریکا د کډوالۍ په لېست کې افغانستان خطرناک بلل شوی

د امريکا د کورني امنيت وزارت خبر ورکړی چې افغانستان لا هم د پناه غوښتنې له پلوه د «لوړ خطر» هېوادونو په لېست کې شامل دی او د دې هېواد وګړي به د خپلو غوښتنليکونو د ارزونې په بهير کې له سختو محدوديتونو سره مخامخ وي. د فاکس نیوز د راپور له مخې، یاد وزارت ويلي چې که څه هم ځينې محدوديتونه نرم شوي، خو سختې امنيتي پاليسۍ، په ځانګړي ډول د هغو هېوادونو پر وړاندې چې د ارزونې لپاره کافي معلومات نه ورکوي، بدلې شوې نه دي. د دې پرېکړې له مخې، د امريکا د تابعيت او کډوالۍ د خدماتو ادارې د هغو پناه غوښتونکو د دوسيو د ارزونې ځنډ لغوه کړی، چې د «کم خطره» هېوادونو دي او بشپړه ارزونه يې شوې ده. د دې اقدام هدف دا بلل شوی، چې سرچينې هغو دوسيو ته ځانګړې شي، چې د ملي امنيت او عامه خونديتوب له پلوه ډېرې حساسې ګڼل کېږي. دا بدلونونه وروسته له هغه اعلان شول، چې تېر کال د نومبر په مياشت کې يو افغان پناه غوښتونکی په واشنګټن کې د يوه سرتېري د وژلو او د بل د ټپي کولو په تور تورن شو. دا پېښه پلمه شوه، چې د ډونالډ ټرمپ حکومت د کډوالو او پناه غوښتونکو پر وړاندې لا سختې تګلارې پلي کړي. د کورني امنيت وزارت يوه وياند ويلي، چې د ټولو غوښتونکو لپاره د «اعظمي څېړنې او ارزونې» بهير لا هم دوام لري او د لوړ خطر هېوادونو پر وړاندې هېڅ ډول نرمښت نه دی راوستل شوی. په همدې حال کې یاد وزارت خبرداری ورکړی، چې د استوګنې يا تابعيت د غوښتنليکونو په ارزونه کې هر ډول تشه کولی شي د عامه امنيت لپاره جدي ګواښ رامنځته کړي او د امريکا د کډوالۍ نظام ته زيان ورسوي. راپورونه ښيي، چې دا بدلونونه ښايي د کډوالۍ پر عمومي حالت ډېر اغېز ونه لري، خو کېدای شي د ځينو پناه غوښتونکو لپاره د دوسيو د ارزونې بهير اسانه کړي.

- Advertisment -spot_img