د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ماشومانو صندق (يونېسف) ويلي، تېر ۲۰۲۵ کال کې يې په افغانستان کې د ۶۱۰،۰۰۰ ماشومانو چې خوارځواکي وو، درملنه شوکړې. يادې ادارې نن (د مارچ په ۳۱مه) پر خپله ايکسپاڼه ليکلي، په ۲۰۲۶ کې دوی غواړي چې د ۱.۳ ميليون خوارځواکو ماشومانو درملنه وکړي. يادې ادارې د حانيې په نوم يوې ماشومې نجلۍ عکس خپرولو سره ليکلي: «هغه مخکې ډېره کمزورې وه. اوس ډېری خوراکي توکي خوري او ډېره انرژي لري.» يونېسف د حانيې د مور له قوله ويلي، کله چې د هغې لور له شدیدې حاد تغذیې ناروغۍ څخه روغېده، ورځ تر بلې يې ځواک پيدا کاوه. دا پهداسې حال کې ده چې د افغانستان په لوړه کچه ماشومان له خوارځواکۍ کړيږي، چې له زېږون مخکې مور ته د سمو خوړو نه رسېدل، له زېږون وروسته ماشوم ته سمه پاملرنه نه کول او په ټوله کې بد اقتصادي وضعيت د خوارځواکۍ لوی لاملونه ګڼل شوي دي.



