یکشنبه, اپریل 19, 2026
یکشنبه, اپریل 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د لبنان په سوېل کې ۴ اسرائیلي عسکر وژل شوي

د راپورونو له مخې، په لبنان په سوېل کې د حزب‌الله له ځواکونو سره په نښته کې څلور اسرائیلي عسکر وژل شوي دي. د اسرائیل ۱۲ ټلویزیوني چینل د وژل شويو له ډلې د درېیو کسانو انځورونه او نومونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې د بل عسکر هویت لا نه دی په ډاګه شوی. د راپور له مخې، په همدې نښته کې درې نور کسان هم سخت ټپیان شوي، چې د یوه روغتیایي وضعیت نازک بلل شوی دی. د یادونې وړ ده، اسرائیل له ایران سره د جګړې له پیل وروسته په لبنان کې هم ګڼ هدفونه تر بریدونو لاندې نیولي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر شپږ ورځې مخکې په یوه راپور کې ویلي وو، چې پر لبنان د اسرائیل بریدونو له امله انساني تلفات لا هم د زیاتېدو په حال کې دي.

- Advertisment -spot_img