جمعه, اپریل 17, 2026
جمعه, اپریل 17, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایلن مسک یو ځل بیا د مصنوعي ځیرکتیا په اړه حیرانوونکې وړاندوینه وکړه

د ټکنالوژۍ د نړۍ مشهور سوداګر او د نړۍ تر ټولو لوی میلیاردر ایلن مسک یو ځل بیا د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په اړه حیرانوونکې وړاندوینه کړې ده. د هغه په وینا، په راتلونکو څو کلونو کې به مصنوعي ځیرکتیا نه یوازې له انسانانو ډېره هوښیاره شي، بلکې ښایي د انسانانو په تاریخ کې به لومړی ځل وي، چې انسانان له داسې سیال سره مخامخ کېږي، چې تر دوی ډېر ځیرک وي. ایلن مسک ویلي، چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د AI ځیرکتیا تر انسان مخکې شي. هغه دا اندېښنه هم څرګنده کړې، چې که دا ټکنالوژي له کنټروله ووځي، نو د انسانیت لپاره خطر کېدای شي. هغه ټینګار وکړ، چې مصنوعي ځیرکتیا باید داسې وروزل شي، چې پر حقیقت ولاړه وي او د انسانانو لپاره ګټوره تمامه شي. د هغه پر وینا، که فرصت ورته برابر شي، نو دی به هڅه وکړي، چې د دې ټکنالوژۍ پرمختګ ورو کړي، څو احتمالي خطرونه یې کم شي.

- Advertisment -spot_img