د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، امریکا ښايي نور د ناټو غړیتوب ته اړتیا ونه لري. د ټرمپ په وینا، امریکا تل له خپلو متحدینو ملاتړ کړی، خو اوس د هغوی د چلند له امله دا اړتیا نه ویني. هغه ویلي: «موږ تل د هغوی ترڅنګ وو، خو اوس فکر نه کوم چې موږ باید د هغوی لپاره هلته پاتې شو». د راپورونو له مخې، ټرمپ د اروپايي د ناټو پر غړو هېوادونه هم نیوکه کړې او ویلي دي چې دوی له ایران سره د امریکا په روان کړکېچ کې د پام وړ ملاتړ نه دی کړی. په راپور کې ویل شوي چې امریکا د ایران پر وړاندې له اقدام مخکې له اروپایي متحدینو سره مشوره نه ده کړې او د ناټو یو شمېر غړو هېوادونو د دې پرېکړې مخالفت کړی دی. ټرمپ تر دې وړاندې هم د ناټو د پنځمې مادې په اړه شک څرګند کړی و چې له مخې یې پر یوه غړي برید د ټولو پر وړاندې برید بلل کېږي. بل لور ته، د واشنګټن او اروپایي متحدینو ترمنځ اړیکې یو ځل بیا د امنیتي مسایلو او د ګرینلنډ د کنټرول په اړه د امریکا د ګواښونو له امله ترینګلې شوې دي.



