د مالیزیا صدراعظم داتومحمد انور ابراهیم د افغانستان د طالبانو د حکومت له رئیسالوزراء ملامحمدحسن اخوند سره په ټیلیفوني تماس کې د سیمې پر وروستیو بدلونونو، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي وضعیت په اړه خبرې وکړې. د مالیزیا صدراعظم وویل چې هېواد یې د اسلامي همکارۍ سازمان په همغږۍ د طالبانو د ادارې د رسمیت پېژندنې موضوع ارزوي. هغه ټینګار کړی، چې په دې اړه هر ډول پرېکړه به د عدالت، ټولشمولتوب، د ښځو او اقلیتونو د حقونو د درناوي، او همدارنګه زدهکړو ته د لاسرسي د تضمین پر بنسټ وشي. د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې ټېلفوني تماس کې، چې د مالیزیا د صدراعظم له لوري ونیول شو، د طالبانو د حکومت رئیسالوزراء د امریکا او اسرائیل له خوا پر ایران د بریدونو له امله په سیمه کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه. ملا محمد حسن اخوند وویل چې «د افغانستان د اسلامي امارت اصولي دریځ روښانه دی او د ستونزو د حل لپاره پر تفاهم او ګډې همکارۍ باور لري.» هغه زیاته کړه، چې اسلامي امارت د تېر کوچني اختر پر مهال، د سعودي عربستان، ترکیې او قطر په غوښتنه، د دفاعي عملیاتو په درولو سره خپل ښه نیت ثابت کړی دی. رئیسالوزراء څرګنده کړه چې تاوتریخوالی د هېڅ لوري په ګټه نه دی، او باید له هغو کړنو ډډه وشي چې تاوتریخوالی زیاتوي، بلکې د ستونزو د حل لپاره باید له حکمت او عقلانیت څخه کار واخیستل شي. د مالیزیا لومړي وزیر هم د سیمې د وضعیت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او هیله یې وښوده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي موقتي درېدا دوام ومومي او شته ستونزې د رښتینو خبرو او تفاهم له لارې حل شي. هغه زیاته کړه، چې مالیزیا هڅه کوي له دواړو خواوو سره په تفاهم کې، په دې برخه کې مثبت رول ولوبوي. د مالیزیا صدراعظم له ملاحسن سره له خبرو وروسته د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره هم ټېلفوني خبرې وکړې او پاکستان یې له افغانستان سره سوله ییزو خبرو ته وباله. د دوی له ټېلفوني خبرو سره هممهاله پاکستان اعلان وکړ چې د افغانستان خلاف یې عملیات، چې د اختر په مناسبت درولي وو، له سره پیل کړي دي او تر هغو به دوام ورکړي چې خپلو هدفونو ته نه وي رسېدلي.



