د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي چې د اریانا افغان شرکت یوه الوتکه د کابل نړۍوال هوايي ډګر د ځغاستې له کرښې (رنوی) وتلې او بیړنۍ ناسته یې کړې ده. د دغه وزارت ویاند حکمتالله اصفي د چهارشنبې په ورځ( د وري په ۵مه) ویلي چې د لومړنیو معلوماتو پر اساس، په دې پېښه کې هېڅ انساني تلفات نهدي راغلي او ټول مسافرین او عمله خوندي دي. هغه زیاته کړې، چې په هوايي برخه کې داسې پېښې کله نا کله پېښېږي او دا پېښه هم یوه عادي پېښه ګڼل کېږي. د طالبانو دغه چارواکي همدارنګه ویلي چې د دغې پېښې د څرنګوالي د څېړنې چارې لا هم روانې دي.



