یکشنبه, مارچ 8, 2026
یکشنبه, مارچ 8, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ریچارډ پایبس د افغان کرېکټ د ملي لوبډلې نوی مشر رزونکی ټاکل شوی

د افغانستان کرېکټ بورډ د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې لپاره د انګلستان هېواد پېژندل شوی روزونکی ریچارډ پایبس د نوي مشر روزونکي په توګه په دنده ګومارلی دی. د افغانستان کرېکټ بورډ ويلي چې ریچارډ پایبس به په مارچ میاشت کې د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ وړاندې له افغان اتلانو سره یوځای شي. ریچارډ پایبس په نړیواله کچه د کرېکټ یو نوموتی او پېژندل شوی روزونکی دی چې په خپله روزنیزه دوره کې د پام وړ لاسته راوړنې لري. نوموړي په خپل روزنیز سفر کې له ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې د ویسټ انډیز کرېکټ بورډ سره د مشر روزونکي، د کرکټ ډایرکټر او د ظرفیت لوړونې مرکز مشر په توګه دنده ترسره کړې ده. هغه په خپله کاري موده کې یو داسې کاري جوړښت رامنځته کړ چې له مخې یې په ۲۰۱۶م کال کې د ویسټ انډیز د بېلابېلو ملي لوبډلو لپاره درې نړیوال جامونه وګټل؛ دا په نړیوال کرکټ کې لومړی ځل و چې یو هېواد دا ډول تاریخي بریا او د کرکټ نړیوالې شورا د درې واړو نړیوالو جامونو اتلولي خپلوي. له دې وړاندې، پایبس د پاکستان د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کړې او دغه لوبډله یې په ۱۹۹۹م کال کې د نړیوال جام پایلوبې ته ورسوله. هغه دغه راز په ۲۰۱۳م کال کې له بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې سره هم د مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده. په کورني کرکټ کې، نوموړی د سویلي افریقا په کورنیو او سوداګریزو سیالیو کې د ۹ اتلولیو په ګټلو سره یو ملي ریکارډ جوړ کړی او دوه ځلې یې د سویلي افریقا د کال غوره روزونکي جایزې هم ترلاسه کړې دي. د افغانستان کرکټ بورډ ریچارډ پایبس ته ښه راغلاست ویلی او د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه یې ورته په نوې دنده کې د بریالیتوب هیله کړې.

- Advertisment -spot_img