چهارشنبه, اپریل 15, 2026
چهارشنبه, اپریل 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د روان کال ژمني المپیک سیالۍ پای ته ورسېدې

د شاوخوا درېیو اوونیو له سیالیو وروسته، د ۲۰۲۶ ژمني المپیک سیالیو د پای مراسم د ایټالیا په ورونا ښار کې تر سره شول او په رسمي ډول یې دغو نړیوالو سیالیو ته د پای ټکی کېښود. د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، یاد مراسم د لوړپوړو چارواکو، د نړیوال المپیک کمېټې د استازو او زرګونو ورزشکارانو په حضور کې نیول شوي وو. په دغو مراسمو کې د سیالیو غوره شېبې، د کوربه هېواد کلتوري نندارې او د بیرغونو دودیز لېږد هم شامل و. د یادو لوبو د پرانیستې مراسم د فبرورۍ په ۶مه د میلان په ښار کې شوي و، خو سیالۍ لا له دې وړاندې، د فبرورۍ له ۴مې، په بېلابېلو ښارونو او واورینو میدانونو کې پیل شوې وې. دا نړیوالې سیالۍ په رسمي ډول د فبرورۍ په ۲۲مه پای ته ورسېدې. د نړیوالو سپورتي رسنیو د غیررسمي مډال جدول له مخې، ناروې د ۱۸ د سرو زرو، ۱۲ د سپینو زرو او ۱۱ د برونزو مډالونو په ګټلو سره، د جدول په سر کې ځای خپل کړ. امریکا د ۱۲ سرو زرو، ۱۲ سپینو زرو او ۹ برونزو مډالونو سره دویم مقام خپل کړ او هالند د ۱۰ سرو زرو، ۷ سپینو زرو او ۳ برونزو مډالونو په ترلاسه کولو درېیم ترلاسه کړی دی. د بېلابېلو نړیوالو رسنیو د شننو له مخې، دا لوبې د ژمنیو سپورټونو د تخنیکي پرمختګ، د ځوانو ورزشکارانو د راڅرګندېدو او د سیالیو د لوړې کچې له پلوه ځانګړې بلل کېږي. همداراز ویل کېږي چې ایټالیا د تنظیم، امنیت او لوژستیک له پلوه وتوانېده د نړیوالو ستاینې وړ کوربتوب وړاندې کړي. کارپوهان باور لري، چې د ۲۰۲۶ ژمنیو المپیک لوبو بریالۍ ترسره کېدل به نه یوازې د ژمنیو سپورټونو شهرت نور هم زیات کړي، د کوربه هېواد لپاره به د ګرځندوی، زیربناوو او نړیوال اعتبار په برخه کې اوږدمهاله مثبتې پایلې ولري.

- Advertisment -spot_img