د طالبانو تر ولکې لاندې د سترې محکمې اړوند د میاشتو د لیدلو د مرکزي پلاوي د خبر له مخې په پروان، کندهار، هلمند او زابل ولایتونو کې ګڼ شمېر کسانو د رمضان المبارک میاشت لیدلې او شرعي محاکمو ته یې د میاشتې د لیدلو خبر وراندې کړی او رویت یې شرعاً معتبر وبلل شو. پر دې اساس، سبا چهارشنبه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې لومړۍ نېټه ده، چې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د دلوې (سلواغې) میاشتې له ۲۹مې نېټې سره سمون خوري.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)