شنبه, فبروري 14, 2026
شنبه, فبروري 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغان لوبډله ایرلنډ ته په ماتې ورکولو نیمه پایلوبې ته ووتله

د افغانستان له نوولس کلنو کم‌عمره لوبډلې د ۲۰۲۶ کال یو ورځینو سیالیو د نړیوال جام شپږ غوره لوبډلو پړاو کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه. په دې ماتې سره افغان لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار ومونده. په دې مهمه او برخلیک ټاکوونکې لوبه کې افغان تنکیو ځوانانو خپل ایرلنډي همځولو ته په ۱۹۱ منډو لویه ماتې ورکړه.‌ افغان لوبډلې د ټاس له ګټلو وروسته لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اوورنو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوزېدو سیالې لوبډلې ته د ۳۱۶ منډو هدف وټاکه. فیصل خان شینوزاده په ۱۴۲ توپونو له څه باندې ۱۱۴ سټرایک رېټ سره ۱۶۳ منډې وکړې، ۱۸ څلوریزې او یوه شپږیزه یې ووهله. لوبډلمشر محبوب خان هم د ۵ څلوریزو او ۲ شپږیزو په مټ ۸۹ چټکې منډې وکړې او وروستي اوور کې وسوزېد. محبوب خان او فیصل شینوزاده د افغانستان له ۱۹کلنو کم‌عمره لوبډلې لپاره توپوهنه کې د اوږدې ملګرتیا نوی ریکارډ هم جوړ کړ. دوی دواړو په ۱۵۷ توپونو د ۱۸۸ منډو ملګرتیا وکړه. ایرلنډ تاکل شوی هدف پوره نشو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۲۴ منډو اوټ شوه او لوبه یې افغان لوبډلې ته بایلوده.

- Advertisment -spot_img